Banner2

په انجینرۍ کې د کومو سافټ ویرونو په وسیله ښه ډیزاین او اټکل کولی شو؟

09.09.2012 02:59

درنو د افغانستان پياوړه او سرلوړه انجینرصاحبانو
سلامونه می ومنی
کوم سافتویرونه دی چې یو انجنیر د هغه څخه په استفادی سره ښه او دقیق ډیزاین او براورد وکړی
ترسو هغه په اړونده کورسو نو کی د پوهنتون له درس سره همزمان یاد کړی
په بښنی سره، سره له دی چې زمونږ ټول انجینران تر خپل وسه ښه پوهېږی اما هغه انجینر چی په کابل کی په کوم کورس کی ستاسی له جملی ځخه د اړونده سافتویرونو تریس کوی وښیاست ترڅو د هغوی د پوهی څخه برخمن شو
خدای دی وکړی چې زما پوښتنه سمه وی او تاسی پری خسته نه شی نور مو وخت نه نیسم ستا سی د انسانی او اخلاقی ترحم په هیله
سرلوړی اوسئ
همایون نایل

ځواب:

محترم نایل وروره، ستاسو د پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې، د ډیزاین کره والی (دقت) او ښه والی تر ډیره بریده د انجینر په خپل انجینري قضاوت او پوهې پورې اړه لري. ددې ترڅنګ پوستکالي (ساوفټ ویر) هم د یوې وسیلې په توګه د انجینر د پوهې او قضاوت د پلي کولو په برخه کې د ډیزاین پر کره والي او ښه والي اغیز لري.

ددې لپاره چې ښه او کره ډیزاین وکړئ، لمړی باید د انجینرۍ په هغه برخه کوم چې ډیزاین پکې کوئ، یا یو پوستکالی کاروئ، خپل ځان ښه پوهه کړئ، ترڅو د پوستکالي د وتنې () په اړه خپل کره انجینري قضاوت وکړای شئ. کچیرې تاسو د پوستکالي د وتنې () تیروتنه او کره والی ونشئ ارزولی، بیا تاسو هیڅکله کره ډیزاین نشئ کولی.

هرکله چې یو انجینر د یوې موضوع په اړه دومره پوهه شي چې د سافټ ویر تیروتنه او کره والی ځان ته معلوم کړي، نو ویلی شم چې دغه انجینر د هر مروج سافټ ویر په کارولو سره کولی شي نسبتا دقیق ډیزاین وکړي. کچیرې یو انجینر ددې توان ونلري، هغه بیا کیدای شي په یو ډیر پرمختللي پوستکالي کې ناسمه ډیتا دننه کړي او ناسم یا غلط ډیزاین ترې ترلاسه کړي، د پوستکالي د وتنې تحلیل او د هغې سموالی او ناسموالی به نشي معلومولی او پدې ترتیب به ېې د ښه او پرمختللي پوستکالي سره سره ناسم ډیزاین کړی وي.

په افغانستان کې مروج پوستکالي عبارت دي له:

1- STAAD

2- SAP2000

3- ETABS

4- SAFE

5- CSI BRIDGE

6- AUTHODESK RIVET

او د اټکل کولو لپاره کیدی شي لاندې پوستکالي وکاروئ:

1- Ms. Projects

2- Primavera p6

کیدی شي په هره برخه کې نور زیات پوستکالي موجود وي، خو زه بیا هم تر هر څه لمړی د اساساتو زده کړې ته لمړیتوب ورکوم.

والسلام

پوښتنه وکړئ او ځواب ترلاسه کړئ

همایون نایل 02.07.2013 08:36

یو ځل بیا مې سلامونه او نېکې پېروزینې ومنﺉ
درنو د انجنیري صاحبانو او لارښود د ویاړ درلودونکو
زما پوښتنې ته مو ریښتیا هم سم ځواب ترتیب کړی، زه پرې تایید کوم او د سیدکریم ورو خبره هم تاییدوم.
اما نظر لرم چې باید ستاسې د پوښتنې او د او د سیدکریم ورور په تاییدونې یې درسره شریک کړم.
زما پوښتنه وه چې د یو ډیزاینر لپاره کوم سافټویرونه ضرور دي چې باید د هغې په مرسته خپلې چارې اسانه کړي.
دا په ځای ده، چې که یو څوک د ډیزاین په اړه معالومات ونه لري او غواړي له سافټویرنو یې استفاده وکړي، هېڅ ګټه نه ورته کوي او حتی نا ممکنه به وي.
خو که څوک غواړي چې زده یې کړي، یوازې دا به نه وي چې په ځان پورې به د انجینر نوم تړي او بس، هغه به حتمي په دې باوري وي او کولای به شي ترې پوره استفاده وکړي.
نو د ورور د خبرې په ځواک ک ې، که زه غواړم چې ډیزاین وکړم او د سافټ ویر له استفاده کولو خپلې چارې اسان که ول غواړم نو زه به په دې ټولو خبرو چې نوموړي ترې یادونه کړې پوه واوسم.
مونږ چې نظر شریکوو، باید د دې وړتیا ولرو څو د خلکو پوښتنې او ځوابونه در کړو او له هغې وروسته خبل نظر شریک کړو .
په دې هیله چې زما خبرې به درته د ښې پایلې درلودونکي وې او د ستړیا سبب به مو ونه ګرځي.
نړۍ مننه له لوستو مو

حکمت،الله 26.05.2013 07:02

زه غواړم چی انجینری ووایم زه ډیره علاقه ورسره لرم خو اقتصادی مشکیل لرم Hekmatullah.rahimyar@gmail.com

سید کریم 20.05.2013 10:26

محترم وروره واقعا نایل صاحب ته مو د پوښتنې سم ځواب ورکړي ده زه هم غواړم ستاسو د ځواب په تایید سره یو څه ولیکم او هغه دا موضوع ده چې :
تر کومه ځایه چې زه معلومات لرم زمونږ زیاتره انجنیرصاحبان زما په شمول فقط وچ ډیزاین ته ډیر خوشحاله کیږو مګر نورو برخو د مسلک ته هیڅ پاملرنه نکوو د مثال په ډول سره فقط چې ضرب او جمع یې سره زده کړو نو وایو چې زه دیزاینر شوم پداسې حال کې که ترې پوښته وکړې چې پدغه ډیزاین کې مارک د کانکریت څه رول لري ؟ ، ضریب د پایزن څه شي ده؟ ، ماډل د ارتجاعیت څه ده ؟ ماډل د مقطح څه ده ؟ مومنت آف انرشیا څه ډه او داسې نور او په ډیزاین کې څه رول لري نو متاسفانه په بوي یې هم نه پوهیږو چې بس هماغه د ستاخبره ده چې اول باید آساسات زده کړل شي او بیا وروسته آهسته آهسته او په عملي تجربه سره ډیزاین ته داخل شي .
په درنښت

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
که غواړئ له دې پاڼې څخه کوم فایل ښکته (ډاونلوډ) کړئ، نو د مهربانۍ له مخې د ګوګل کروم (Google Chrome) یا فایر فاکس (Mozilla Fire Fox) پرځای د (Internet Explorer) څخه کار واخلئ