Banner2

آیا زلزله او نور طبیعي افات د خدای جل جلاله قهر دی؟!

04.10.2012 05:21

بسم الله تعالی

لله پخوانیو خلکو مې اوریدلي دي چې ویل به ېې: باد، باران، وچکالي، لمر نیونه، سپوږمۍ نیونه، زلزله او هر طبیعي افت د خدای ج د قهر او غضب ښکارندوی ديددغه خبرو په ماهیت او یا ددې تر شا د طبیعي لاملونو په حقیقت تر ډیره نه پوهیدم. خو پدې خبره چې طبیعي آفات ټول د خدای ج لخوا دي پوره باور مند او معتقد وم. اوس هم پدې عقیده یم چې هرکار د حکیم ذات د حکمت پر بنا رامنځته کیږي او تر شا ېې یو طبیعي مسبب وجود لري.

 

د باد او باران او څونامي په اړه خو ډیر نه پوهیږم، مګر د زلزلې، لمر نیونې او سپوږمۍ نیونې په اړه ډیر لږ معلومات لرم او دا باور راته پیدا شوی دی چې دا د خدای ج د خلقت او طبیعیت ته د ورسپارل شوي قانون پر بنیاد را منځته کیدونکي پیښې دي. شاید پدې پیښو کې خدای ج خپل هیبت انسانانو ته څرګندوي او یا دا چې دا طبیعي پیښې بې لدې چې د خدای ج د رحمت او یا هیبت پیغام ولري د خپل قانون سره سم رامنځه کیږي.

 

ځمکپوهان پدې باور دي چې: د ځمکې مرکزي برخه (زړه) د اور په څیر ګرم او ټول شته مواد (فلزات او نور) په خوړین او مذاب ډول پکې پراته دي، دوی دا وضعیت د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې تر دې رسوي چې وايي، یو وخت د ځمکې کره ټوله سور اور وه. د ځمکې په سړیدو سره د ځمکې بهرنی پوټکی کلک شو او ورپسې ېې لاندینۍ برخې هم ورو ورو سړیدې او کلکیدې تر دې چې ننۍ ځمکه ترې جوړه شوهدا یو منل شوې نظره هم ده.

 

د ځمکې د سړیدو په بیلابیلو پړاوونو کې د ځمکې مخ چملک کیدو، دغه چملکوالی ددې سبب شو چې د ځمکې د مخ پوټکی درزونه وکړي، چې پدې توګه د ځمکې د پوټکي هرې برخې ته د زلزلې انجینران یا هم ځمکپوهان پلیټ یا ټکټونیک پلیټ واييدغه پلیټونه تر ننه پورې خوځیږي، یو د بل څخه لیري کیږي او یا یو بل ته ور نږدې کیږي او یا هم یو د بل سره سولیږي، چې ددغه حرکتونو څخه د نړۍ په بیلابیلو برخو کې مختلف ډول زلزلې رامنځته کیږي، لکه اندونیزیا، چاپان، ترکیه، امریکا او نور.

په ځنو ځایونو کې خو د ځمکې پر سر د غرونو راختل یا راشنه کیدل هم زلزله پیښوي چې زموږ د هیواد د سلیمان د غره زلزلې ېې ښه بیلګه ده. د سلیمان غر د نویو غرونو څخه یو دی.

پدې اړه نور دلته ولولئ

 

په همدې توګه کچیرې د لمر او سپوږمۍ او ورسره د ځمکې خوځیدونکی حالت او د دوی دغه منظم ژوند ته پام وکړو، دا به ترې جوته شي چې لمر نیونه او یا سپوږمۍ نیونه د دوی د طبیعي قانون په رڼا کې یوه مکرره پیښیدونکې پیښه ده، چې کیدی شي دغه پیښه د نړۍ په یوه برخه کې (د بیلګې په توګه په افغانستان، پاکستان او ایران ......) کې د لیدو وړ وي او د نورې نړۍ خلک ېې ونه ویني.

 

کچیرې یو مسلمان پدې باور ولري چې پورته یادې طبیعي پیښې د هغوی د طبیعي ځانګړنو پر بنسټ رامنځته کیږي چې خدای ج ورته ورکړیدي، نو آیا ددې خبرې منل چې دا ټول د خدای ج قهر او غضب دی د مسلمان لپاره پرځای دي؟

 

کچیرې سپوږمۍ نیونه په پورته یادو هیوادونو کې پیښه شي، آیا دا پدې معنی ده چې دغه خلک د خدای ګنهکار دي نو ځکه خدای ج ورته خپل قهر او غضب ور ښکاره کوي، ترڅو توبه وباسي؟

 

کچیرې په اندونیزیا کې د ځمکې د مخ د پلیټونو د خوځښت او ټکر په پایله کې زلزله رامنځته کیږي، ددې معنی داده چې اندونیزیاېي خلک د خدای ج د غضب مورد ګرځیدلي دي؟

 

او کچیرې په منځني ختیځ کې د ځمکې د طبیعي جوړښت او ځانګړنو له مخې چې خدای ج ددې د پیدایښت پر وخت ورته ورکړیدي، زلزله نه کیږي، آیا ددې معنی داده چې د منځني ختیځ خلک بیګناه او مبری دي؟

 

په پوره درنښت

 

 

 

yosuf 10.10.2012 11:42

مهندسی

yosuf 10.10.2012 11:33

ساختمانی میخانیک

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
که غواړئ له دې پاڼې څخه کوم فایل ښکته (ډاونلوډ) کړئ، نو د مهربانۍ له مخې د ګوګل کروم (Google Chrome) یا فایر فاکس (Mozilla Fire Fox) پرځای د (Internet Explorer) څخه کار واخلئ